IQNA

د تفسير الميزان په تركۍ ژبه د ترجمې يوولسم او دولسم ټوكونه خپریږی

19:35 - August 16, 2010
د خبر لمبر: 1974884
نړيواله ډله: د علامه طباطبايی د تفسير الميزان د يوولسماو دولسم ټوك تركی ژباړه د استنبول د علمی او كلتوری مؤسسې "كوثر" په مرسته د روژې په مباركې مياشتې كښې چاپیږی او خپریږی
د جامعة‌المصطفی(ص) العالمية د قران كريم په اتلسم نړيوال نندارتون كښې د تركیې د كوټې مشر « موسی گونش(Musa Güneş)» د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) سره په خبرو كښې وويل: د تفسير الميزان ترجمه په تركۍ ژبه د دوو كسانو په مرسته چې په عربی او دينی علمونو كښې قابل كسان دی له ننه دوه كاله وړاندې شورو شوه او كه خدای یې كوی د هغې يوولسم اودولسم ټوك به د روژې په مياشت كښې چاپ او خپاره شی.
هغه زياته كړه: «وحدالدين اينجه(Vahdettin İnce)» او «صالح اوچان(Salih Uçan)» هغه دوه كسان دی چې د تفسير الميزان شل جلده ترجمه یې پای ته رسولې ده او دا ترجمه شوی مطلبونه د تصحيح په مرحله كښې دی.
634386
captcha