IQNA

په جرمنی كښې د "ټولنې سره د مسلمانانو د يو ځای كيدلو اوونۍ" نن پای ته ورسيده

22:51 - August 21, 2010
د خبر لمبر: 1978201
نړيواله ډله: د "ټولنې سره د مسلمانانو د يو ځای كيدلو اوونۍ" دويمه اوونۍ د سه شنبې په ورځ د جرمنی په برمن ولايت كښې شورو شوې وه او د شنبېپه ورځ پای ته ورسيده.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له hurriyetیې نقلوی، د مسلمانانو په دې دويمه اوونۍ كښې بيلا بيل كلتوری پروګرامونه ترسره شول چې غرض یې د جرمنی د برمن ولايت د مسلمانانو غير مسلمه كسانو سره د اړيكې جوړول وو، همدارنګ د افطار پروګرام او د ښاريانو ترمينځ د خبری اترو د ضروری والی په موضوع سره او د بيلا بيلو دينونو په خپلو كښې مسالمت اميز ژوند په هكله پروګرامونه ترسره شول.
637648
captcha