IQNA

د فرانس د مسلمانانو اسلامی شورا په دې هيواد كښې د قران سوزول وغندل

21:47 - October 06, 2010
د خبر لمبر: 2008029
نړيواله ډله: د فرانس د مسلمانانو شورا (CFCM) د تلی د مياشتې په 13 نیټه په يوه اعلاميه كښې د استراسبورګ د ښار د اوسيدونكی د قران سوزول او د دې پیښې اينځورونه په انټرنیټ باندې خپرول وغندل.
د ايران قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزراش چې له د فرانس له رسمی خبری اژانس(AFP) یې نقلوی، د فرانس د مسلمانانو شورا په دې بيانيه كښې د دې ښار د اوسيدونكی دا قدم د معافی وړ ونه ګڼه او په فرانس كښې یې دا رنګ پیښه د غم سبب وګڼله.
په دې اعلاميه كښې راغلی دی: دا اقدام په حقيقت كښې نسل پرستۍ او دينی زور زياتی ته بلنه وه اود فرانس د ارزښتونو او قانون په خلاف وه او د تفرقې او د ښاريانو تر مينځ د اختلاف سبب كيده.
669367
captcha