IQNA

ايت الله خامنه ای: د قم دعلميه حوزې د مدرسينو ټولنه بايد، د يوې ځانګړې كرښې په توګه پاتې شی ‏

18:00 - October 23, 2010
د خبر لمبر: 2018045
سياسی او ټولنيزه ډله: د رهبرۍ ستر مقام حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای ټينګار وكړ، د قم د علميه حوزې د ‏مدرسينو ټولنه بايد د خپل د پياوړی هويت په ساتلو سره، د حوزې او د هيواد عمومی فضا لپاره د يوې ځانګړې كرښې په ‏توګه پاتې شی.‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له ستر لارښود د دفتر ويب پاڼې یې نقلوی چې حضرت ‏آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای نن سهار د قم د علميه حوزې له مشر او د مدرسينو ټولنې له غړيو سره په كتنې كې د ‏مدرسينو ټولنه، يوه جرړيزه اداره، آزميلې او د اسلامی غورځنګ او اسلامی انقلاب له برياليتوبه وروسته د حضرت امام ‏په كرښې كې پياوړې او انقلابی او بې سارې ټولنه وبلله.‏
حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای د مدرسينو د ټولنې د اغيزمن او پياوړی هويت د ساتلو په اړتيا په ټينګار ‏سره، هغه یې د ځينو مقدماتو اړمنه وبلله او زياته یې كړه، د مدرسينو د حوزې د ټولنې يوه مهمه دنده، له بزرګوارو ‏مراجعو سره د ارتباط ساتل او پياوړتيا ده.‏
د رهبرۍ ستر مقام حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای له خلكو سره د ارتباط پياوړتيا په تيره بيا، د ارتباط دنويو ‏رودو جاجول، ،ا فكر د كوټې د رامنځته كول، او نوی فكر یې د قم د علميه حوزې د مدرسينو ټولنې لپاره بله ضروری ‏مسله وبلله.‏
هغوی جوته كړه، د مدرسينو ټولنه بايد د حوزې د ښو او زدكونكو او فاضلو كسانو په جذبولو سره پياوړې، پراخه او ‏كارنده اډانۍ جوړه كړی، څو د هغوی په نظر، په بيلا بيلو موضوګانو كې وكارول شی.‏
د رهبرۍ ستر مقام حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای زياته كړه، علميه حوزه د شعيه روحانيت د زړه په توګه، ‏د رسندويی، ښونې او روزنې مسلو په اړه، د اسلامی نظام لپاره پراخې وړتياوې برابرولی شی.‏
‏680686‏
captcha