د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، محمود احمدی نژاد نن ، په آسيايی لوبو كې د ايرانی مډال ګټونكو په ټول كې د دوی وياړ ته په اشارې سره زياته كړه، سپورت هم هنر، هوښياری، اقتدار او په ځان باور دی، او هم د لوړو څوكو په لور خوځښت.
ښاغلی احمدی نژاد ټينګار وكړ، دخدای شكر په ځای كوو، چې اوس دايران سپورتی كاروان وياړمن، هيله من او تاند دی.
احمدی نژاد د سپورت مينانو په قدرونې سره وويل، هغه كسان چې مډال نه دی ګټلی هم زمونږ له نظره اتلان دی.
706660