IQNA

د عربستان د شيعيانو رهبر ښاغلی ايت الله العمری په حق ورسيد ‏

18:52 - January 25, 2011
د خبر لمبر: 2070192
نړيواله ډله: په مدينې كې د رهبرۍ د ستر مقام د بعثې د اطلاع رسونې د برخې د راپورله مخې آيت الله محمد علی عمری نن سهار د ‏يوې اوږدې ناروغۍ له امله په رياض كې په يوه روغتون كې په ۹۰ كلنۍ كې له نړۍ سترګې پټې كړې
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، آيت الله محمد علی عمری چې مدينې اوسيدونكی ؤ په دغه سپیڅلی ښار ‏كې ئې يوه لويه امام باړه جوړه كړې چې د اهل بيت عليهما سلام مينه وال پكښې د وهابيانو او سلفيانو له ډيرو دباؤنو سره سره د وير ‏او عزادارۍ دستورې جوړوی
د عربستان وهابی مامورانو په ځلونو په بيلا بيلو پلمو سره دغه حسينيه تړلې او هر ډول عبادتونه ئې پكښې منع كوی.‏
‏ آيت الله عمری د خپل ژوند كابو ۴۵ كلونه د عربستان د وهابی تفكر لرونكو په بندونو كې تير كړی او دغه راز ئې د محمدی اسلام ‏لپاره ډير خدمتونه كړی دی
‏736267‏
captcha