د محيط د اطلاع رسونې د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: په مدينه كښې د ملك فهد قرآنی موسسې ددغه خبر په اعلانولو سره زياته كړه: په دغه فرهنګی پروژه كښې سوره فاتحه او د قرآن كريم د ٣٠ سيپارې وروستی شل سورتونه د اشارې په ژبه ترجمه او تفسير شوی دی او ټاكل شوې ده چې ددغې طرحې له كاميابۍ نه د مطمئن كيدو په صورت كښې به د قرآن كريم د ديرشمې سيپارې يو شمير نورې سورې هم د اشارې په ژبه ترجمه او تفسير شی.
د مدينې منورې د ملك فهد د قرآنی ټولنې عمومی منشی محمد بن سالم شديدالعفوفی په دې هكله ووئيل: په دې موسسه كښې د قرآن كريم د خدمت د زياتولو او د خدماتی پروګرامونو د پراخولو په لړ كښې يو شمير پلانونه سنجول شوی دی چې پكښې د قرآنی سافټ وئيرونو طراحی او په قرآنی علومو پورې د اړوندو د اطلاع رسونكو يو شمير سائیټونو جوړول او همداراز د ملك فهد د قرآنی موسسې د خپرونو د عكسونو ، اوريدونكی كتابتون او د اشارې په ژبه د قرآن كريم د تفسير انټرنیټې سائیټ شامل دی.
752440