IQNA

په پاكستان كښې د اسلام سپكاوی كونكی سائیټونه بند شول.

20:10 - March 03, 2011
د خبر لمبر: 2089724
بين المللی ډله: د پاكستان حكومت د ځينو انټرنیټی سائیټونو له خوا د قرآن كريم او د حضرت محمد مصطفی (ص) د ساحت د سپكاوی نه پس دغه اسلامی ضد انټرنیټی سائیټونه وتړل.
د «Times of India» په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د پاكستان د څارنوالۍ د وزير مرستيال نويد عنايت مالك ددغه خبر په اعلانولو سره ووئيل: د پاكستان د ارتباطاتو سازمان او د اطلاعاتو د ټيكنالوجۍ وزارت د اسلامی مقدساتو د ټولو سپكاوی كونكو انټرنیټی سائیټونو د بينډ كولو په حال كښې دی.
دوی زياته كړه: په دې موخه په انټر نیټی سائیټونو باندې د څارنې له پاره يوه سركاری كمیټه جوړه شوې ده.
د پاكستان د سترې محكمې رئيس اعجاز چودری په دې باب ووئيل: دغه حكومته كمیټه دنده لری چې په دې اړه د خپلو فعاليتونو له جزئياتو څخه عالی محكمه خبر وساتی.
756618
captcha