IQNA

انګلستان په نورويچ كليسا كښې د اسلام سره د آشنائۍ برنامه تر سره كیږی.

20:09 - March 03, 2011
د خبر لمبر: 2089726
بين المللی ډله: د انګلستان نورويچ كليسا اراده لری چې د اسلام له دين سره د عيسايانو د آشنا كولو او د هغوې د مسلمانو ګاونډيو په هكله هغوې ته د نوې ليدتوګې د وړاندې كولو په موخه د كب د مياشتې په ١٤ او ١٥ نیټه د اسلام سره د آشنائۍ برنامه تر سره كړی
د «networknorwich» د خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: په دغه دوه ورځنی پروګرام كښې به يو شمير ويناوال د اسلام د دين د مختلفو اړخونو په هكله خبرې وكړی.
ددغو غونډو موضوع به په اسلام باندې د پوهيدو او د مسلمانو ګاونډيانو سره د اړيكې د ټينګولو څرنګوالی وی.
په دغو دوه ورځنيو غونډو كښې به همداراز د ننی اسلام، شهادتين او د اسلام د پيژندنې په شان موضوعات هم وڅیړل شی.
756616

captcha