د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی شورا مشر ښاغلی علی لاريجانی نن له داخلی او خارجی خبريالانو سره په كتنې كې بحرين ته ځواكونو استولو لپاره د فارس خليج د شورا فيصلې ته په اشارې سره وويل، خلك روا غوښتنې لری، چې په سوله ايزه توګه بيانیږی، او بايد ورسره له هر ډول تاوتريخجن اقدامه ډډه وشی.
هغه په سيمې كې د امريكا پوځی خوښتونو په اړه واشنګټن ته سپارښتنه وكړه چې د پوځی مقاماتو د استولو په ځای، ديموكراسۍ او د ملتونو حقوقو ته دې احترام، او د اختلافاتو له لمنه وهلو او تاوتريخوالو دې ډډه وكړی.
هغه هم دا راز د امام موسی صدر د برخليك په اړه وويل، د ليبيا بدلونونه په دقت سره تعقيبوو او له شرايطو سره سم خپل دریځونه علانوو.
764163