د «ديلی ميل نيوز» په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د دغه ملاقات له پاره فيصله په ملګرو ملتو كښې د ايران، پاكستان، تاجكستان او مراكش د سفيرانو د تيرې اونۍ د غونډې نه وروسته وشوه.
په دغه غونډه كښې د امريكائی كشيش له خوا د قرآن د سوزولو په غندلو كښې د اسلامی كانفرنس د سازمان د پيغام د صادرولو په اړه د ايران او پاكستان د سفيرانو وړانديز تصويب شو او وټاكلې شوه چې دغه پيغام د ملګرو ملتو عمومی منشی بان كی مون اوهم ددغه سازمان د عمومی ټولنې رئيس او د بشری حقوقو عالی كمشنر ته ابلاغ شی.
همداراز ټاكل شوې ده چې دغه پيغام د ملګرو ملتو د رسمی سند په توګه خپور شی.
766430