IQNA

د قرآن د مقابلو د داورانو خصوصی آموزشی دوره د روانې غوی د مياشتې په ١٧ نیټه په رياض كښې پيلیږی.

16:41 - May 05, 2011
د خبر لمبر: 2117828
بين المللی ډله: د قرآنی مقابلو د داورانو پنځمه آموزشی دوره د غوی د مياشتې په ١٧ د شنبې په ورځ د عربستان د اوقافو او اسلامی چارو او تبليغاتو د وزارت په همت د عربستان د پلازمينې رياض په قصر هوټل كښې پيليدونكې ده.
د «نسيج» خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه آموزشی دوره د عربستان د قرآن د حفظ د ملی مقابلې د ديارلسمې دورې د فعاليتونو له لړۍ څخه تر سره كیږی چې د قرآن په مقابلو كښې د داورۍ مينه والې ٣١ ښځې او سړی په كښې شتون لری.
د داورانو د آموزشی دورۍ د تر سره كولو هدف د قرآن په كورنيو او بين المللی مقابله كښې د ګډون له پاره د هغوی چمتو كول او د هغوی د پوهې د كچې لوړول دی.
786507

captcha