سياسی ډله: د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر محموداحمدی نژاد نن د تهران په لويدیځ كې په اراك كې د كمال صالح ډيم په پرانيستونكودستورو كې په آسيا او اورپا كې په وروستی يوه كال كې داب وهوا د بدلونونو او ورښتونو د وضيعيت په جاجونې سره وويل، د هغو راپورونو په اساس چې د اوبه اوهوا په اړه ئې ریښتونوالی تائيد شوی دی،
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، هغه وويل اروپائی هيوادونه له خاصو تجهيزاتو څخه په استفادې سره داسې عمل كړی چې د ورښتونو رامينځته كونكی وریځې د ايران پشمول د سيمې هيوادونو ته ونه رسیږی.
ډاكټر احمدی نژآد د يوه لويدیځی سياستوال هغې مقالې ته په اشارې سره چې په راتلونكوديرشوكلونوكې ئې داوبودكړكيچ خبر وركړی،اوپه هغه كې له تركیې او ايران له لورې تر ختیځې آسيا پورې د مځكې د كرې د ځينو سيمو د وچكالۍ خبره شوې زياته كړه د دغه لويدیځی سياستوال په مقالې كې په انځورشوی محدودې كې هغه سيمې شاملیږی چې د دغې محدودې د هيوادونو له تمدن جوړونې او كلتور رامينځته كيدا څخه په ويره كې دی.
د اسلامی ايران ولسمشر د دې خبرې په كولوسره چې د ايران پشمول د نړۍ په ځينو سيمو كې د وچكالۍ رامينځته كول يوه پلان شوی پیښه ده ووئيل داموضوع به د ايران د حقوقی مراجعو له خوا تعقيب شی او دا ځیږكار بايد دوام ونه كړی.
هغه دغه راز د ايران پشمول په ځينو هيوادونو كې د وچكالۍ له رامينځته كولو څخه د اروپائی هيوادونو موخه د هيوادونو په سرحدی اوبو كې د تاؤتريخوالی او ادعاګانو رامينځته كيدا وبلله او زياته ئې كړه هماغه ډول چې له دې مخكې هم وئيل شوی وو راتلونكی جنګ به د اوبو جنګ وی.
795949