IQNA

د الحسن و الحسين فيلم خپرول د انسانيت په ضد يوه دسيسه ده

18:49 - August 17, 2011
د خبر لمبر: 2172862
نړيواله ډله: د عراق د اسلامی لوړې غونډې مشر ښاغلی سيد عمار الحكيم د شيعه مخالف فيلم الحسن و الحسين عليهما السلام د سپوږميزو چينلو څخه په خپرولو په اعتراض كولو سره په دې خبرې ټينګار وكړ چې ددې فيلم خپرول د انسانيت، اسلام او اهل بيت عليهم السلامو په هكله يو غټ سپكاوې دی.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له سپوږميز چينل الفرات د اطلاع رسولو مركز یې نقلوی چې د سيد عمار حكيم په بغداد كې په خپل دفتر كې په خبرو كې وويل چې د الحسن و الحسين فيلم چې د عربی نړۍ ځينو سپوږميزو چينلو خپریږی د اسلام او معصومو امامانو په خلاف یې لويه دسيسه وباله.
844707
captcha