IQNA

د بحرين د بشری حقوقو مركز د بنديانو په شكنجه كولو اندیښنه وښودله

18:47 - August 18, 2011
د خبر لمبر: 2173190
نړيواله ډله: د بحرين د بشری حقوقو مركز د نيول شويو كسانو د شكنجه كولو لپاره د ال خليفه كورنۍ دغړيو د اقدام په باره كښې په ځينو راپورونو نيوكه وكړه.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له العالم ټيلی ويژن چينل یې نقلوی د بحرين د بشری حقوقو مركز وويل ترلاسه شوی راپورونه او اطلاعات د دې ښودنه كوی چې د بحرين د باچا دوه زامن خالد بن ال خليفه او ناصر بن حمد ال خليفه او د نوره ال خليفه، خليفه بن ال خليفه او خليفه بن عبدالله خليفه په شان د ال خليفه كورنۍ ځينې غړی د سياسی بنديانو په شكنجه كولو او نيولو كښې لاس لری.
د بحرين د بشری حقوقو مركز دغه راز د اعتراض كونكو پر ضد د ال خليفه كورنۍ د غړيو د جنايتونو په باره كښې د تحقيق او د سياسی بنديانو د شكنجې د عاملانو د قضايی تعقيبونې غوښتنه وكړه.
بحرين د فرورۍ د مياشتې له څوارلسمې نیټې د ال خليفه رژيم پرضد د خلكو د پراخو اعتراضونو ډګر دی او د بحرين په سوله ايزو مظاهره چيانو د سعودی عربستان او بحرين د عسكرو په حملو كښې تراوسه په سلګونو كسان مړه او ژوبل شوی.
د بحرين عسكرو دغه راز په اعتراضونو كښې د ګډون په پلمه ددغه هيواد په سلګونو كسان نيولی چې د ځينو كسانو برخليك تر اوسه نه دی معلوم.
د بحرين او سعودی عربستان عسكرو په روغتونو حملو سره ډاكټران او نرسان د ژوبلو كسانو د معالجې په تور نيولی او له كارونو یې ليرې كړی دی
امريكا، انګلستان او نور اروپايی هيوادونه په بحرين او يمن كښې د خلكو په ځپلو كښې لاسونه لری.
دغه هيوادونه بيا په ليبيا كښې له انقلابيانو سره مالی او پوځی مرستې كوی چې دغه دوه ګوڼه او اخلاقی ضد كړچار دی.
843876
captcha