د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له العالم ټيلی ويژن چينل یې نقلوی د بحرين د بشری حقوقو مركز وويل ترلاسه شوی راپورونه او اطلاعات د دې ښودنه كوی چې د بحرين د باچا دوه زامن خالد بن ال خليفه او ناصر بن حمد ال خليفه او د نوره ال خليفه، خليفه بن ال خليفه او خليفه بن عبدالله خليفه په شان د ال خليفه كورنۍ ځينې غړی د سياسی بنديانو په شكنجه كولو او نيولو كښې لاس لری.
د بحرين د بشری حقوقو مركز دغه راز د اعتراض كونكو پر ضد د ال خليفه كورنۍ د غړيو د جنايتونو په باره كښې د تحقيق او د سياسی بنديانو د شكنجې د عاملانو د قضايی تعقيبونې غوښتنه وكړه.
بحرين د فرورۍ د مياشتې له څوارلسمې نیټې د ال خليفه رژيم پرضد د خلكو د پراخو اعتراضونو ډګر دی او د بحرين په سوله ايزو مظاهره چيانو د سعودی عربستان او بحرين د عسكرو په حملو كښې تراوسه په سلګونو كسان مړه او ژوبل شوی.
د بحرين عسكرو دغه راز په اعتراضونو كښې د ګډون په پلمه ددغه هيواد په سلګونو كسان نيولی چې د ځينو كسانو برخليك تر اوسه نه دی معلوم.
د بحرين او سعودی عربستان عسكرو په روغتونو حملو سره ډاكټران او نرسان د ژوبلو كسانو د معالجې په تور نيولی او له كارونو یې ليرې كړی دی
امريكا، انګلستان او نور اروپايی هيوادونه په بحرين او يمن كښې د خلكو په ځپلو كښې لاسونه لری.
دغه هيوادونه بيا په ليبيا كښې له انقلابيانو سره مالی او پوځی مرستې كوی چې دغه دوه ګوڼه او اخلاقی ضد كړچار دی.
843876