IQNA

په بحرين كې د آل خليفه په خلاف ولسی مظاهرې هماغه راز دوام لری

8:41 - August 30, 2011
د خبر لمبر: 2178967
نړيواله ډله: د بحرين ولس بیګا د دغه هيواد د پاچا شيخ حمد بن عيسی آل خليفه له وينا يو ساعت وروسته دغه هيواد په بيلابيلو سيمو كې د ديكتاتوری رژيم په خلاف مظاهرې وكړې.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو مركز العالم یې نقلوی چې په مظاهرو كې ګډون كونكو د بحرين دپاچاويناچې دولس پر ټولو غوښتنو ئې سترګې پټې كړی دی رد كړه او د حمد دې نسكور شی په څير سخت شعارونه یې وركړل.
آل خليفه پاچا بیګا پخپلې وينا كې يو ځل بيا پر حقيقت موندونكی كميشن په باور چې د دغه هيواد د وروستيو مياشتو د بدلونونو په باب د پلټنو لپاره هغه پخپله جوړ كړې ټينګار وكړ اوخبرې اترې ئې د بحرين د بحران يوازنی حل لاره وبلله او د اختلافاتو د ختمولو او د وحدت د رامينځته كولو غوښتنه ئې وكړه.
شيخ حمد د بحرين اوآل سعود د ځواكونو پهّ لاس د ولس په ضد ځپونكو اقداماتوته له اشارې پرته زياته كړه په تيرو وختونو كې ځينی پیښې شوی چې د ټولو لپاره دردونكی وې خو دا پیښې به د ګډ ژوند خنډ نشی.
دا په داسې حال كې دی چې د بحرين درست ولس له خپل ديكټاتوری رژيمه تر پوزې راغلی خو دا آل خليفه رژيم دی چې په عزت سره له حكومته څنګته كيدا نه غواړی.
850889
captcha