په اردو ژبې كې د قران پاك مترجم ښاغلی شيخ محسن علی نجفی د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) سره په خصوصی مركې كې وويل چې د قران پاك منظومی ترجمی د يو دينی اثر په توګه قبلولې شو خو هغه ته مونږ د قران پاك ترجمه نشو ويلې ځكه چې مترجم په ډيرو ځايونو كې د قران پاك ترجمې منظومولو لپاره له اصلی مطلب څخه ليرې كیږی.
شيخ محسن علی نجفی د خپلې ترجمی په اړه چې تر اوسه پورې دولس ځلې چاپ شوی ده وويل چې دې ترجمی كې هڅه شوی ده چې د قران پاك اصلی متن د خيال ساتلو سره سره يو د نننۍ زمانې د اردو ژبې په مطابق ترجمه وړاندې كړی شوی ده.
851544