د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی جمهوريت د ساتندویې ځواك قوماندان سردار محمد علی جعفری له خبريالانو سره په خبرو كې په راتلونكو ورځو كې په تركيه كې د ناټو لخوا د توغندويی سيسټم د لګولو د اعلان په اړه وويل په اسلامی هيوادونو كې د امريكا او د ناټو تر نامه لاندی د لويدیځو هيوادونو شتون تل د اسلامی هيوادونو د آمنيت ګډوډونكی دی.
سردار جعفری په افغانستان، عراق او ليبيا كې د لويدیځ نيواكګرو اقداماتو ته په اشارې سره وويل په اسلامی هيوادونو كې د لويدیځوالو شتون ددغو هيوادونو په ګټه نه دی .
هغه وويل مونږ د ايران پرضد له يوه ځايه يو ګواښ هم نه زغمو او نه یې منو .
د ايران ساتندویې ځواك قوماندان په دغه هيواد د وارمخكې حملې په اړه د فرانسی د ولسمشر دوروستيو څرګندونو په اړه وويل دغه څرګندونې اوتې بوتې دی
د ايران دفاع وزير هم د اس دری سوه (S-300 )توغنديو د تړون په اړه له روسی د تهران د شكايت په اړه د روسی د خارجه وزارت د ويندويی د حيرانتيا د ښودلو په باب وويل دغه موضوع د ايران او روسی د تړون يوه ماده ده او په دې باب كومه ناببره پیښه نه ده شوی .
جنرال وحيدی جوته كړه د اس دری سوه (S-300 )توغنديو په اړه د تهران او مسكو د تړون له مخې كه يو لوری ددغه تړون په مادو كې له ابهام سره مخ شی نو بايد هغه قضاوت ته وړاندې او وجاجول شی .
855761