د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د رهبرۍ د خبراګانو شورا مشر آيت الله مهدی كنی نن د رهبرۍ د خبرګانو شورا په لسمې غونډې كې په اسلامی نړۍ كې اسلامی ویښتيا د اسلامی انقلاب د معظم لارښود ايت الله خامنه ای له هوښارې رهيرۍ اغيزمنه وبلله او انقلابيانو ته ئې په خطاب كې ټينګار وكړ هڅه وكړئ څو غوره مشران وټاكل شی.
هم دا راز د ايران د اطلاعاتو وزير هم په نوموړی ناستې كې په يولړ خبرو كې د سيمې بدلونونو او د اسلامی ویښتيا د څپې پراختيا ته په اشارې سره وويل اسلامی ویښتيا د سلطې له نظام سره د مبارزې پيلامه ده او د ايران اسلامی انقلاب په اسلامی ویښتيا كې ډير اغيز من رول درلودلی دی
د رهبرۍ د خبرګانو شورا د ( د څلورم پړاؤ) لسمه غونډه نن په تهران كې پيل شوې او سبا به هم دوام ولری .
دغه راز د ايران د اسلامی انقلاب د ساتندويه ځواك عمومی قوماندان نن په تهران كې د ترور د شهيدانو د درنښت په دستورو كې وويل د نورو ملتونو لپآره د ايران د اسلامی جمهوريت بيلګه كيدا د استكبار حلقوم تريخ كړی او د ايمان، توحيد او معنويت نوی دور پيل شوی دی.
هغه روښانه كړه د ايران اسلامی انقلاب د اسلامی ټولنوپه لويو بدلونونو كې او څاره رول لری او د مسلمانو ملتونو مبارزې د ايران له اسلامی انقلابه په بيلګه اخستو سره پيل شوی دی.
د ايران د سپاه پاسدارانو عمومی قوماندان په دې خبرې په ټينګار سره چې له مادی ، استكباری ،او د ظلم او بې عدالتۍ له دنيا سره دمبارزې په ډګر كې بيرته ستنيدا نشته ،ټينګار وكړ د ايران اسلامی انقلاب پخپلو اغيزو سره په نړۍ كې لوی بدلون پيل كړی او ويل كيدلی شی چې نړۍ د اساسی بدلون په حال كې ده .
855496