د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران ولسمشر ډاكټر محمود احمدی نژاد بیګا په نيويارك كښې د نړيوالو مسايلو په باره كښې د ملګرو ملتونو د كړچار د جاجونې په باره كښې وويل امنيت شورا په ښه ډول خپله دنده نه ده ترسره كړی چې دغه مشكلات د امنيت شورا جوړښت او ناتوانۍ ته ورستنیږی.
د ايران ولسمشر وويل دملګروملتونو امنيت شورا همدااوس دحق او عدالت په كنټرول كښې نه بلكې دامريكا په شمول دڅو هيوادونو په كنټرول كښې ده .
د ايران ولسمشر وويل ازادۍ ، عدالت ، انتخاب او احتراق دټولو ملتونو حق دی خو دغه حقونه دپرديو له لاسوهنې نه ترلاسه كیږی .
د ايران ولسمشر دديكتاتورانو په وړاندې دسيمې دخلكو دپاڅونونو په باره كښې وويل ځينې هيوادونه هڅه كوی د خلكو دپاڅونونو نتيجه دځان په ګټه مصادره كړی چې دغه كار به نتيجه ونلری .
د ايران ولسمشر احمدی نژاد وويل ملتونه دلويدیځ له كلونوكلونو سلطې ، چورتالان او سپكاوی خپه دی او ډير ژر به ټول ملتونه ازاد شی .
د ايران ولسمشر په دې خبرې ټينګار سر ه چې درسنيو قدرت او اټومی وسلې نور دملتونو په ارادې او يا د نړيوال مديريت په سنبالتيا هیڅ اغيز نلری وويل نن سبا دتفكر او كلتور او په بل عبارت دانسانانو دارادو پړاو پيل شوی او لا قوی منطق به واكمن شی انسانی تفكر به دود شی .
866525