IQNA

د ملګرو ملتو په عمومې ټولنه او هیګ محكمه كښې د ايران د وړانديزې پريكړه ليك تصويبيدا

8:09 - December 04, 2011
د خبر لمبر: 2233508
سياسی ډله: له اتومی وسلو د مينځنی ختیځ د پاكولو په چورليز سره د ان پی ټی تړون د غړيو هيوادونو د ژمنو د اجرا په اړه د ايران د اسلامی جمهوريت وړانديزې پريكړه ليك ، د ملګرو ملتو د عمومی ټولنې په ۶۶ غونډه كښې د څلورم ځل لپاره په پرله پسې ډول تصويب شو .
د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له حكومتی اطلاع رسولو مركز یې نقلوی چې دغه غونډه چې پرون د (د اټومی وسلو د نه پراختيا د تړون يا ان پی تړون د غړيوهيوادونو د ژمنو د اجرا د تعقيب لپاره په نيويارك كښې وشوه ، د ايران وړانديزې پريكړه ليك د نړۍ د زياترو هيوادونو لخوا د رايو په اكثريت يعنی ۱۱۸ موافقو رايو سره تصويب شو . امريكا،انګلستان ، صهيونست رژيم او څو لويدیځو هيوادونو دغه پريكړه ليك ته منفې رايی وركړی .
د ايران اسلامی جمهوريت د كيمياوی وسلو د يو ستر قربانی او د اتومی وسلو د مخالف په توګه تل ټينګار كړی دی ، دغه ګواښونه به هغه مهال له مينځه ولاړ شی چې درستې ډلوژونكې وسلې له مينځه يوړل شی .
د ايران د سردشت او حلبچې ښارونو د بمباريو غميزې او د ايران پرضد د عراق د تپلی جنګ زرګونو شهيدان او په كيمياوی وسلو ژوبل شوی كسان ، د دغه ډول وسلو په وړاندې د امريكا او يو شمير نورو هيوادونو د دوه ګونو كړچارونو او سياستونو پايله ده .
امريكا او د جرمنی ، انګلستان ، بلژيك او هالينډ په څير ځينی اروپايی هيوادونو صدام رژيم ته د كيمياوی وسلو د توليد تكنالوژيو او لومړنيو موادو په وركولو كښې اساسی رول درلوده ، خو دغه فعاليتونه د نړيوالو كنوانسيونونو له پوښښ بهر او يو شمير خپلواكه شركتونو د خلاف ورزيو په نامه توجيه كړای شوی دی .
له دې كبله د كيمياوی وسلو د قربانيانو له حقوقو د ملاتړ د نړيوالې ټولنې د جوړيدو په باب د هیګ په غونډه كښې د ايران د وړانديز تصويبيدل ، په دې زمينه كښې نړيوال مسئوليتونه برابرولای شی او پر همدې اساس حكومتونه هم بايد ددغه ډول وسلو او د هغو د پايلو په باب له نړيوالو كنوانسيونونو د خلاف ورزيو ځواب ووايی .
د اتومی وسلو د له مينځه وړلو په اړه د ايران د اسلامی جمهوريت وړانديزې پريكړه ليك هم چې د ملګرو ملتو په عمومی ټولنه كښې تصويب شو ، دغه ډول يو اهميت لری ، ځكه د اتومی وسلو له درلودونكو هيوادونو غواړی د نړيوالو څارونكو ، روڼوالې او ورته د بيرته نه مخه كولو د اصولو پر اساس د خپلو اتومی وسله كوټونو د ختمولو لپاره زر تر زره اقدامات وكړی .
ان پی ټی (NPT) تړون چې له ۱۹۷۰ ميلادی كال راهيسې یې اجراكيدل لازمی شوی دی ، د اتومی وسلو له درلودونكو هيوادونو غواړی ، خپلی وسلی له مينځه يوسی .
دغه تړون همدغه راز د اتومی وسلو له درلودونكو هيوادونو غواړی نوی وسلی توليد نكړی ، نورو هيوادونو ته دغه وسلی انتقال نكړی ، له خپل هيواد پرته یې په نورو هيوادونوكښې یې ځای پر ځای نكړی ، او له نورو هيوادونو سره هم د اتومی وسلو په جوړولوكښې كومه مرسته ونكړی .
د ايران د وړانديزې پريكړه ليك په يوه برخه كښې له اتومی وسلو د پاك مينځنی ختیځ په باب په ۱۹۹۵ ميلادی كال كښې د ان پی ټی تړون د كنفرانس د پريكړه ليك په اجراكيدو هم ټينګار شوی دی .
صهيونست رژيم (اسرائيل ) له دری سوو زياتی اتومی خولۍ لری ، چې په مينځنی ختیځ كښې د اتومی وسلو يوازينی درلودونكی دی چې د امريكا ، فرانسی او انګلستان په مرستو او ملاتړ سره یې دغه وسلی توليد كړی دی .
حقيقت دادی چې د ډلوژونكو وسلو پراختيا ، يوه هغه موضوع ده چې نړيواله سوله او آمنيت یې ګواښلی دی .
د ايران اسلامی جمهوريت د دينی ، انسانی او اخلاقی اصولو پر اساس او دغه تريخ حقيقت ته په پام سره چې خپله هم د كيمياوی وسلو يو قربانی دی ، ددغه كنوانسيون په تدوينولو ، تصويبولو او لازم الاجرا كولوكښې مهم او اساسی رول درلودلی دی .
له دې مخكې هم په دغه اصولو او قوانينو كښې چې د رهبرۍ د ستر مقام په پيغام كښې چې د ۲۰۱۰ ميلادی كال په اپريل كښې په تهران كښې د بې وسلې كيدا د لومړنې نړيوال كنفرانس په مناسبت صادر شو او د ملګرو ملتو د سند په توګه هم تصويب شول ، ټينګار شوی دی چې له دغو وسلو استفاده حرامه ده .
اصلی مسئله داده چې د ډلوژونكو وسلو د منعې كنوانسيونونو ته نه پايبندۍ ، دا څو كاله كیږی چې د نړيوالو قدرتونو ثابت او ستراتيژيك سياست ګرځيدلی دی ، خو د ځينو هيوادونو مستثنی كيدل ، د ان پی ټی په شمول ددغه تړونونو اجراكيدل له ستونزو سره مخ كړی دی او ددغه بهير دوام اوس يو ګواښ ګرځيدلی دی .
اوس مهال نړيواله ټولنه له دوو اساسی چيلنجونو سره مخ ده ، يو دهغو هيوادونو دوه ګونی كړچار دی چې نړيوال تړونونه تر پښو لاندی كوی او د ډلوژونكو وسلو د پراختيا مسئول دی . دوهمه موضوع دنړيوالو ارګانونو كمزورتياوې دی چې د نړيوالو قدرتونو تر لابيو او دباوونو لاندې یې د ډولوژونكو وسلو له كبله د ګواښونو په هكله له خپلو حقيقی مسئوليتونو واټن نيولی دی .
په داسی حال كښې چې د ډولوژونكو وسلو په اړه نړيوالو كنوانسيونونو ، ددغووسلو د توليد او كارولو د منع غوښتنه كړی ده ، خو د يوی دفاعی ستراتيژۍ په توګه ددغه ډول وسلو په ساتلو د امريكا او ځينو نورو اروپايی هيوادونو لخوا منفی مقاومت او ټينګار ، ددغه تړونونو اجراكيدا له بندون سره مخ كړی ده.
909879
captcha