د ahram د خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه غونډه د اسلامی همكارۍ د سازمان، د افريقې د اتحادېۍ، د اروپا د اتحادېۍ او د ملګرو ملتو په سازمان پورې د پيئلی د بشری حقوقو د عالی كمشنرۍ د دفتر په شمول د يو شمير بين المللی سازمانونو د استازيو په شتون سره په واشنګټن كښې جوړه شوې ده او دوه ورځې يعنې تر ننه پورې به دوام ولری.
په دغه غونډه كښې ګډون كونكی «16/18» نومې مصوبه چې د دينی تبعيض سره د مقابلې په موخه د تير كال د كب په مياشت كښې په جينيوا كښې د بشری حقوقو بين المللی شوری تصويب كړه، جاجوی.
دغه مصوبه د دينی تبعيض سره په مقابلې او په دينی او اعتقادی ارزښتونو باندې په استناد سره د كركې تعصب او خشونت د حس په ختمولو باندې ټينګار لری. 914799