د «arabic.upi.com»د خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د انګلستان د مسلمانانو د شوری عمومی منشی فاروق مراد په دغه بيانيه كښې اعلان وكړ: د اسلام په مبين دين كښې داسې كوم حكم نشته چې په هغه باندې په استناد سره، په عيسايانو او د عبادت په ځايونو باندې حمله ناڅه وشميرله شی.
فاروق مراد په دوام كښې زياته كړه: مسلمانان دغه ډول اقدامات په كلكه غندی كوم چې په نايجيريه كښې د مسلمانانو او مسيحيانو خپل منځی اړيكې ګواښی، هغه اړيكې چې په تيرو وختونو كښې سوله ايزې او ښې وې او دی.
د انګلستان د مسلمانانو د شوری لوئې مدير څرګنده كړه: په نايجيريه كښې ترهګرانه حملې او په عراق كښې د تيرې اونۍ چاودنې د غندلو وړ دی او هغو ډلو چې د اسلام په نامه د دغو چاودنو مسوليت په غاړه اخلی كاملا غلطی ئې كړې او ګناهكارې دی او د اسلام د نورو دښمنانو په شان د اسلام او د مسلمانانو دښمنان كڼل كیږی. 923664