د الوفد د اطلاع رسونې د سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: يديعوت اخرونوت ورځپاڼې په قدس كښې د اسرائيلی مطالعاتو د مركز د پوهنتون د استاذ «ايتزاك ريتر» د تحقيق په خپرولو سره اعتراف وكړ: د دغه تحقيق له مخې هركال ٢٠ يهودی ښځې د اسلام په دين باندې مشرفیږی.
په قدس كښې د اسرائيلی مطالعاتو د مركز دغه استاذ د اسرائيلی يهوديانو ترمينځ د اسلام نفوذ ته په اشارې سره ټينګار وكړ: په اسرائيلو كښې په تيرو ٣٠ كالو كښې په عبری ژبه د اسلام تبليغ بې مخينې وو او دی.
يديعوت اخرونوت نومې ورځپاڼې همداشان اعتراف وكړ چې په يهوديانو كښې د اسلام د مبين دين د خپريدو زياتوالی په منځنی ختیځ او اروپا كښې په سپوږمكيزو چينلونو او انټرنیټی سائیټونو كښې له اسلامی برنامو او پروګرامونو نه متاثره دی. 923555