د العالم د خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې د عراق د نيواك د ختميدو د شكرانې لمونځ وړمه شپه د لبنان د پلازمينې بيروت په قائم (عج) نومی جامع مسجد، د بغداد په بلال حبشی نومی جومات او د نجف اشرف په اميرالمومنين (ع) جومات كښې د ماښام او نماسخوتن د لمونځونو نه وروسته تر سره شو.
د عراق د نيواك د ختميدو د شكرانې لمونځ د تهران په حضرت مهدی (عج)، ابوالفضل (ع) او د امام صادق (ع) پوهنتون په جومات كښې وشو او د تهران نه علاوه د قم په معصوميه مدرسه كښې هم ترسره شو.
د اسلامی نړۍ د شهيدانو د سردار د قدرونې د ولسی كمیټې منشی محمدمهدی رحيمی په دې هكله ووئيل: له عراقه د امريكائی نيواكګرو ځواكونو وتل د دغه هيواد له پاره زياتې لاسته راوړنې لری چې له هغو نه يوه په عراق كښې د يو شيعه حكومت جوړيدل دی.
دوی زياته كړه: په سيمه كښې د اسلامی بيدارۍ سره په يو وخت په عراق كښې د نيواكګرو د شتون ختميدل د دې ښودونكی دی چې د نړۍ ټول هيوادونه په وحدت سره كوې شی ځانونه د نيواكګرو او زورزياتی ګرو له سلطې نه خلاص كړی. 927304