IQNA

د تيونس د انقلاب د كاميابۍ وړومبې كليزه ترسره شوه.

23:16 - January 15, 2012
د خبر لمبر: 2257344
بين المللی ډله: د تيونس د ولسی انقلاب او د دغه هيواد د اسلامی بيدارۍ د برياليتوب يو كلن جشن پرون د دغه هيواد د كانفرنسونو په ماڼۍ كښې ترسره شو.
د الجزيره خبری چينل په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه مراسم پرون د تيونس د ډيكټاټور زين العابدين بن علی د رژيم د پرزيدو د كليزې په مناسبت د عربو مشرانو او مسئولانو په ګډون سره تر سره شول.
د تيونس لنډمحاله ولسمشر محمد المنصف المرزوقی په دغو مراسمو كښې په يو لړ ويناوو كښې ووئيل: د عدالت او عدالت محورۍ له خيال ساتلو پرته به حقيقی روغه جوړه عملی نه شی.
د تيونس د تاسيسی ملی شوری رئيس مصطفی بن جعفر هم ووئيل: تيونس د استبداد وړومبۍ مرحله د بن علی په پرزولو سره تيره كړه او نن د تيونس خلك د يو نوی هيواد د جوړولو له پاره هڅه او كوشش كوی. 935170

captcha