IQNA

ولايتی: د اسلامی ویښتيا او د ځوانانو لومړنی نړيوال كانفرنس سبا پيلیږی

20:46 - January 28, 2012
د خبر لمبر: 2263591
نړيواله ډله: د اسلامی ویښتيا د نړيوالې ټولنې عمومی منشی علی اكبرولايتی نن د اسلامی ویښتيا او ځوانانو د نړيوالې غونډې په اړه په دوهمه خبری غونډه كښې وويل په دغه نړيوال كنفرانس كښې به چې له يونيم زرو زيات ايرانی او بهرنې ځوان پوهان پكې ګډون كوی د ځوانانو له موضوع سره د اسلامی ویښتيا د سترو موضوعاتو په هكله بحثونه كیږی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، ولايتی وويل لكه څنګه چې ځوانان د سيمې په بدلونونو او د اسلام په ژوندی كولو مهم رول لری نو دغه دوه ورځنی كنفرانس به هم پريكنده مطلوبې پايلې ولری .
هغه د بحرين د حالاتو په اړه وويل د بحرين د خلكو ننی حركت په حقييقت كښې د خپل برخليك په ټاكلو كښې د رول لوبولو لپاره يوه حق غوښتنه ده .
ښاغلی ولايتی د سوريی د بدلونونو په اړه هم وويل د سوريی كورنې بدلونونه له پرديو سره هیڅ اړه نلری او كه د فارس خليج د څنډې ځينی هيوادونه د سوريی په كورنيو چارو كښې لاسوهنې كوی، يوازې د صهيونسټ رژيم او لويدیځوالو لخوا دی .
د اسلامی ویښتيا د نړيوالې ټولنې عمومی منشی زياته كړه صهيونستان هڅه كوی د فارس خليج د سيمې هيوادونو ته سياستونو ديكته كړی او له يوې خوا په سوريی كښې د مقاومت جبهې ته ماتې وركړی او له بلې خوا په مينځنی ختیځ سيمه كښې د صهيونستانو پرضد د مقاومت مهمه كړۍ ختمه كړی.
941793
captcha