د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، هغه همداراز له بيلابيلو هيوادونو د مسلمانو ځوانانو په دومره شمير سره ددغې غونډې ترسره كيدا د پوهې ،عقلانيت او داسلامی ویښتيا د ودې او همداراز له غير منطقی افراط پالنې څخه دليريوالی نښه وبلله .
دپايزې اعلامیې له لوستلومخكې ددغې غونډې بيلابيلوكميشنونو مشرانود غونډې د ترسره كيدا د څرنګوالی او همداراز په دغو كميشنونو كې دمطرح شويو بحثونو په باب خپل راپورونه هم وړاندې كړل .
د مسلمانو ځوانانو او اسلامی ویښتيا لومړنی نړيوال سيمينار د جنورۍ له ۲۹ تر ۳۰ پورې له ۷۳ هيوادونو څخه د اسلامی نړۍ د څه د پاسه يو زر دوه سوه ځوانو متفكرانو او پوهانو په شتون سره په تهران كې ترسره شو.
943993