IQNA

د عربو اتحادئې د قدس د يهودی كولو لپاره د صهيونيسټانو هڅه وغندله

23:02 - February 21, 2012
د خبر لمبر: 2278459
بين المللی ډله: د عربو اتحادئې وړمه ورځ په مسجدالاقصی باندې د صهيونسټانو تيری او د قدس شريف د يهودی كولو لپاره د دغه رژيم كوششونه وغندل.
د كويت د «KUNA»نومی خبری آژانس له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې، د عربو د اتحادئۍ شوری په يوه بیړنۍ غونډه كښې چې د دغه سازمان د دائمو استازو په كچه په قاهره كښې جوړه شوه، خبرداری وركړ چې د صهيونيسټی رژيم تيری ګر اقدامات د سيمې او نړۍ ثبات خرابوی.

دغې شورې همداراز خبرداری وركړ چې قدس شريف، مسجدالاقصی او د دغه ښار نور اسلامی او مسيحی مقدس ځايونه سرې كرښې دی چې له هغو تيريدل نه دی پكار.

د عربو د اتحادئی شوری همداراز ټينګار وكړ چې د قدس په پائتختۍ د فلسطين په نامه د يو هيواد د شتون پرته به سوله ټينګه نه شی او په دې ښار كښې د صهيونيسټی رژيم ټول اقدامات د بين المللی پريكړه ليكونو له مخې مردود دی. 956869

captcha