د كويت چاپ «الرأی» ورځپاڼې له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: ((وذكر)) نومې اسلامی مركز په دغه بيانيه كښې اعلان وكړ: قرآن كريم يواځې د افغانستان د خلكو كتاب نه دی بلكې د ټولې نړۍ د مسلمانانو كتاب دی.
په دغه بيانيه كښې راغلی دی: د تيری ګرو له خوا د قرآن كريم د حرمت د سپكاوی باوجود به دغه كتاب جاودانه پاتې شی ځكه چې خدای تعالی (ج) د هغه حفاظت كوی.
نوموړې بيانيه همداراز زياتوی: دښمنان مونږ خپل هدف ګرځوی ځكه چې مونږ مسلمانان يو او د خدای پاك (ج) په كتاب باندې منګولې لګوو او د پيغمبراكرم حضرت محمدمصطفی (ص) پيروی كوو او هغوی اسلام د ځان لپاره يو خطر ګڼی.
د وذكر اسلامی مركز همداراز تاكيد وكړ: اسلام د دښمنانو هدف دی او كه چيرې مونږ وغواړو چې د مسلمانانو د سپكاوی د دوام مخه ونيسو نو پكار دی چې د يواوبل سره يوموټې او متحد شو او د دغه دين د دفاع په ډګر كښې د كسانو، ډلو، ولسونو او حكومتونو شتون پياوړی كړو. 964943