د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، په نړيوالو چارو كښې د ايرا ن داسلامی انقلاب دستر لارښود حضرت ايت الله العظمی خامنه ای سلاكار علی اكبر ولايتی په مشهد كښې په يوې علمی او تحقيقاتی غونډې كښې ټينګار وكړ نن سبا ددنيا مسلمانان دايران اسلامی جمهوريت داستعمارګرانو په مقابل كښې داسلامی نړۍ ژغورونكی ګڼی .
د ايران دغه مسول دغه راز دايمه عليه السلام دقبرونو بې احترامۍ او دمسلمانانو په مذهبی ځايونو كښې ځينو ناوړه كړچارونو ته په اشارې سره وويل هغه كسان چې دغه كارونه كوی داسلامی ویښتيا دځپلو لپاره داستعمار په تيره بيا دامريكا ګوډاګيان او اوزار دی .
هغه په دې خبرې سره چې له ايمه اطهار عليه السلام سره دنړۍ دمسلمانانو مينه او محبت او له باطل سره په مقابلې او دحق په دودولو كښې دايمه اطهار له حكمونو پيروۍ دسلطه پالو په تيره بيا دامريكا مقام لړزانده كوی ټينګار وكړ دايمه دقبرونو زيارت كول مسلمانان دمستكبرانو او ظالمانو په وړاندې مقاومت ته هڅوی.
967465