د ايران د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر ښاغلی احمدی نژاد بیګا د نوروز لرغونی اختر د جشن په مناسبت خپل پيغام كې وويل له بده مرغه لويدیځ هيوادونه كوشش كوی ايرانيان د دوهمې درجې د ښاريزو په توګه معرفی كړی او د اټومی وسلو د جوړولو په پلمه له اټومی انرژۍ د ايران د استفادې كولو خنډ شی، دا په داسې حال كښې دی چې د ايران د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ايت الله خامنه ای د اټومی وسلو جوړول حرام اعلان كړی دی خو له بده مرغه لويدیځو هيوادونه ځانونه په خوب اچولی دی او د ايران د اسلامی انقلاب د ستر لارښود دغه خبره نه اوری.
د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر د نوروز د لرغونی اختر په باره كښې ځينو حديثتونو ته په اشارې سره وويل اسلام دين او شيعه فرقې د نوروز اختر منلی دی په دې سربيره چې د نورورز لرغونی اختر لومړی ورځ هم په يونيسكو موسسې كښې ثبت شوی ده .
ښاغلی احمدی نژاد په دنيا كښې د نوروز لرغونی اختر د دستورو د ترسره كيدا لرغونوالی ته په اشارې سره وويل تاريخ ليكونكو د نوروز اختر د دستورو د ترسره كولولپاره كوم وخت نه دی معلوم كړی او په همدې علت ځينې هيوادونه هڅه كوی په دغه اختر كښې ځانونه د ايران له خلكو سره شريك وبولی .
هغه د سپرلی د لومړۍ ورځې د چټی اعلانولو لپاره د تركیې د ځينو مقاماتو هڅې ته په اشارې سره وويل په تركیې كښې زمونږ دوستان هڅه كوی د سپرلی د لومړۍ ورځې په چټی كولو سره نوروز اختر ولمانځی .
هغه زياته كړه هماغه ډول چې د نوروز اختر په راتلو سره د ژمی موسم خپل ځاې سپرلی او طبيعت ته و ركوی انسانان هم بايد په ځانونو كښې بدلون رامينځته كړی او دښمنۍ ختمې كړی او له غيبت كولو دې ډډه وكړی .
د ويلو ده چې پرون د نوروز اختر لومړۍ ورځ وه او د ايران په شمول په ډيرو هيوادونو كښې د سپرلی د لومړۍ ورځې په مناسبت د جشن مراسم ترسره شول .
د تهران د قران نړيوال خبری اژانس پښتنه مترجمين او ټول كاركونكی د دنيا ټولو خلكو په تيره بيا تاسو ګرانو لوستونكو ته نوی نيكمرغه كال غواړی .
974394