IQNA

د فرانس د مسلمانانو جمعيت په دغه هېواد كښې د يو جومات سوزول وغندل

14:53 - April 11, 2012
د خبر لمبر: 2302282
نړيواله ډله: د فرانس د مسلمانانو جمعيت د يوې بيانیې په صادرولو سره په اژاكسيو ښار كښې قصداً د يو جومات سوزول وغندل.
د «lermf» اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ د رپوټ له مخې د فرانس كرس جزېرې په آژاكسيو ښار د جومات په عمدی توګه له سوزولو نه وروسته د دغه هېواد د مسلمانانو جمعيت د يوې بيانیې په صادرولو سره دغه اقدام وغاندۀ.
د دغې بيانیې په يوه برخه كښې راغلی دی د تېرې نهې يا سه شنبې په شپه د اسلام دښمنانو د آژكسيو ښار په جومات باندې حمله وكړه او د دغه عبادتی مقام په ورونو او ديوالونو باندې د مسلمانانو په خلاف له سپكاوی نه د ډكو شعارونو په ليكولو سره دغه ځاے ته اور ورته كړ.
د دغې بيانیې په دوام كښې تاكيد شوے دے: د فرانس د مسلمانانو جمعيت د داسې اقداماتو په سختۍ سره په غندلو سره اعلان كوی چې د اسلام دښمنان او نسل پرستان په داسې مقدسو مقاماتو باندې د حملو په حال كښې دی چې د خلقو ترمېنځ د صلحې، دوستۍ او ورورولۍ د سېمبول او نمونې په توګه شتون لری.
982504
captcha