IQNA

جنتی: د ايران ځواك د سيمې په تيره فارس خليج د سيمې هيوادونو په خدمت كې دی

17:07 - April 20, 2012
د خبر لمبر: 2308472
سياسی او ټولنيزه ډله: د تهران د جمعې لمانځه خطيب آيت الله احمد جنتی د ايران په اړه د فارس خليج سيمې هيوادونو په دریځ په نيوكې سره زياته كړه دا هيوادونه نه بايد د امريكا او اسرائيلو له ګټو سره غږمله حركت وكړی ځكه د اسلامی ايران ځواك په خپله د سيمې د هيوادونو په خدمت كې دی
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، آيت الله جنتی څرګنده كړه امريكا او ملګری ېې نه شی كولای د اسلامی ویښتيا د څپې په وړاندې مقاومت وكړی او بلآخره د هغوی زوال حتمی دئ .
د تهران د جمعې لمانځه خطيب په تركيه كې د ايران او ۵+۱ ډلې د خبرو اترو په اړه وويل دا خبرې اترې بريالۍ وې او لودیځ والو بلآخره دې ته غاړه كیښوده چې اسلامی ايران يورانيم بډايه كړی .
آيت الله جنتی په دې بيان سره چې د انقلاب معظم لارښود په ځلونو ټينګار كړئ ايران د اتومی وسلو جوړولو نيت نه لءی څرګنده كړه د استامبول په خبرو اترو كې د ايران مقابل اړخ په دې پوه شوئ چې د ايران سياست د اعتماد جوړل دی او دا هيواد د اتومی وسلو جوړولو لټه نه كوی .
د تهران د جمعې لمانځه خطيب د ايران په ضد د لودیځ د بنديزونو لرې كول د تهران په وړاندې د لودیځوالو د ښه نيت څرګندويه وباله او په ډاګه ېې كړه چې د بنديزونو په لرې كولو سره به د ايران خلك هم په مقابل اړخ اعتماد وكړی .
آيت الله جنتی د انقلاب د معظم رهبر له خوا د ملی توليد او له كار اوايرانۍ پانګې دملاتړ په نوم د نوی كال نومونې ته په اشارې سره زياته كړه د ايران د ملت ټول پاټكی بايد په دې كال كې د داخلی توليد زياتيدا او د اسلامی ايران د پرمختګ په برخه كې ډيرې هڅې وكړی .
نوموړی وويل د داخلی توليد په زياتيدا او له ايرانۍ پانګې ملاتړ به ايران د نورو له احتياجه خلاص او د اسلامی جمهوری نظام ځواك به لا ډير كړی .
د تهران د جمعې لمانځه خطيب همداراز د اسلامی شورا د نهم پړاو د ټاكنو د دوهمې دورې تر سره كيدل مهم وبلل او د ايران له خلكو ېې وغوښتل چې د پخوا په څير په دې ټاكنو كې هم په پراخ ګډون سره د دښمنانو دسيسې خنثی كړی .
989653
captcha