د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د مركزی اېشيا د څانګې د رپوټ له مخې ((امروز نيوز)) خبری اېجنسۍ وړمه ورځ د غوئی د روانې مياشتې په اومه نېټه په دې باره كښې رپوټ وركړ: د تاجېكستان د ملی حكومتی پوهنتون استاذ ظفر ميرزايان ((ځان پېژندنه او د فردوسی شاهنامه)) نومې علمی كانفرنس كښې د دغه پوهنتون د محصيلينو په غونډه كښې وويل: د فردوسی د شاهنامې بېتونه د قران شريف له ايتونو څخه غوره دی.
په دغه غونډه كښې حاضر خبريال تامريس كيانی همدارنګ څرګنده كړه ظفر ميرزايان په اصل كښې د ملی ځان پېژندنې په زمينه كښې د شاهنامې د نفوځ او تاثير په وېنا كوله خو ناڅاپه یې د خبرو رخ بدل كړ او د اسلام او قران په سپكاوی یې لاس پورې كړ.
دغه خبريال په خپل رپوټ كښې زياته كړه: البته ځينو محصيلينو د مېرزايان په بياناتو باندې سخته نيوكه وكړه او د دغه پوهنتونو د اېشيائی او اروپائی ژبو يوې محصلې د ظفر د دغه اسلام دښمنه عمل په غبرګون كښې د اسلام او قران د سپكاوی د بندولو غوښتنه وكړه.
د ويلو ده چې ځينو تاجيكی علماؤ او كارپېژاندو هم د ظفر ميرزايان له سپكاوی نه ډكې وېنا په غندلو سره په دې ټكی باندې تاكيد وكړ چې د فردوسی شاهنامه د خداے پاك په حمد او ستائېنې او په حضرت محمد مصطفی (ص) باندې په درود او سلام سره شروع كیږی او مضامين یې له الهی اخلاقياتو څخه ډك دی.
994743