IQNA

په برطانيه كښې غېر مسلمانان له اسلام سره لا زيات اشنا كیږی

21:30 - April 30, 2012
د خبر لمبر: 2315482
سياسی او اجتماعی ډله: د برطانیې يو شمېر اسلامی تنظيمونه د دغه هېواد د مسلمانانو د نړيوالې ټولنې په ملګرتيا سره د لندن د المپېك لوبو له جوړېدو سره په يووخت د يو شمېر د زدكړو او تربيتی وركشاپونو په جوړولو سره غېر مسلمانانو ته د حقيقی اسلام د معرفی كولو اقدام كوی.
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د يورپ د سيمې د څانګې د رپوټ له مخې د لندن د المپېك له لوبو سره په يو وخت د اسلام د صحيح انځور د وړاندې كولو لپاره د اسلامی مهارتونو د زدكړې وركشاپونه جوړوی.
د زدكړو په دغو وركشاپونو كښې مسلمان ځوانانو په رضاكارانه توګه د لازمی مهارتونو په زده كولو سره كوشش كوی هغه غلط تصوير چې د ځينو لويدیځو رسنيو له خوا د اسلام په اړه د عامه خلكو په ذهنونو كښې پېدا شوے دے بدل كړی.
د برطانیې د مسلمانانو د نړيوالې ټولنې سيمه ايز ډائرېكټر احمد مخدوم په دې حقله وويل: د دغو وركشاپونو د جوړولو هدف د اسلام صحيح او حقيقی تصوير وړاندې كول دی، ځكه چې د اسلام مبين دين او مسلمانان د لويدیځو رسنيو (مېډيا) له سختو حملو سره مخامه دی.
احمد مخدوم، مدير منطقه‌ای مجمع جهانی مسلمانان انگليس در اين باره اظهار كرد: هدف از برگزاری اين كارگاه‌های آموزشی ارائه تصويری صحيح و حقيقی از اسلام است؛ چراكه دين مبين اسلام و مسلمانان با حملات شديد رسانه‌های غربی مواجه هستند.
د برطانیې ډاكټر او جراح نويد احمد په دې حقله تاكيد وكړ: اسلام ته د برطانیې د كتو ډول يو استثنائی مورد دے، په حقيقت كښې د دغه هېواد اوسيدونكی د اسلام او مسلمانانو په حقله غلط افكار او تصور نۀ لری او يوازې يو لږ شمېر انګرېزان د اسلام د مبين دين او مسلمانانو په باره كښې له غلط فهمۍ سره مخامخ دی.
په سعودی عرب كښې له وليعهد سره د مخالفت اېنټرنټی كمپېن شروع شو
995125
captcha