IQNA

وهابی مفتی د سيمې انقلابونه له ګناهونو څخه د پېدا شوې فتنې نتيجه وبلله

21:33 - May 06, 2012
د خبر لمبر: 2319757
نړيواله ډله: د سعودی عرب مفتی عبدالعزيز آل شېخ په خپلو بېهوده څرګندونو كښې د سيمې انقلابونه دګناه له ارتكاب څخه د رامنځته شوې فتنې نتيجه وبلله.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د كويت چاپ ((الراې)) ورځپاڼې په نقل سره رپوټ وركړ: د آل سعود وهابی مفتی عبدالعزيز آل شېخ ادعا وكړه: د سيمې د يو شمېر ډېكټېترانو نسكورېدل د خلكو د ګناهونو په نتيجه كښې رامنځته شوې فتنه ده.
عبدالعزيز آل شېخ په دوام كښې زياته كړه: فتنې، تاوتريخوالی، په امن و امان كښې د ګډوډيو رامنځته كېدل او د وحدت ختمېدل د مسلمانانو د ګناه او سركشۍ نتيجه دهږ
دغه وهابی مفتی همدارنګ غوغا جوړوونكی د هغو اقداماتو د ترسره كولو په خاطر چې د مسلمانانوترمېنځ په ظلم او ناقرارۍ باندې تمامیږی د ډېموكرېسۍ او انصاف د نقاب په وهلو باندې تورن كړل.
په سعودی عرب كښې دغه په ظاهر مشهور عالم په داسې حال كښې د سيمې د انقلابون په خلاف څرګندونې كړی دی چې په دغه هېواد كښې د آل سعود د ډېكټېټر رژيم عوام ځپونكی سياستونه دوام لری. او د دغه رژيم تالی سټو په ټول هېواد كښې د هر ډول مطالباتو له ځپلو او د سياسی او حقوقی فعالانو د بندی كولو نه علاوه د دغه هېواد د خیځ د خلقو غورځنګ هم په سختۍ سره ځپلے او يو شمېر بېګناه مسلمان خلق یې په خاورو او وينو كښې لوغړولی دی.
د سعودی عرب واكمنانو او درباری مليانو چې د سيمې له څنګه كړې شويو ډېكټېټرانو سره ډېر ښه تعلقات لرل خپل هېواد ته د دغو احتجاجونو د غزېدو په باره كښې په اندېښنې سره په سعودی عرب كښې د هر ډول مظاهرو جوړول حرام اعلان كړی او هغه یې په سختۍ سره ځپلی دی.
1000884
captcha