IQNA

د اسلامی همكارۍ تنظيم لا تر اوسه د نجف د طرحې له ځنډولو سره اتفاق نۀ دے كړے

21:29 - May 14, 2012
د خبر لمبر: 2325869
نړيواله ډله: د عراق په پارلېمانكښې ((د قانون حكومت)) نومې ائتلاف استازی وويل: د اسلامی همكارۍ تنظيم په ٢٠١٢ كال كښې د اسلامی نړۍ د كلتور پائېتخت په توګه د نجف اشرف د طرحې له ځنډولو سره لا تر اوسه اتفاق نۀ دے كړے.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د ((الجيران)) انټرنټی ورځپاڼې په نقل سره رپوټ وركړ: د عراق په پارلېمان كښې ((د قانون حكومت)) نومې ائتلاف نمائنده صادق اللبان وويل: د دغه هېواد د ثفافت او كلتور وزارت له دې مخكښې د اسلامی همكارۍ تنظيم ته د خط په لېږلو سره له دغه تنظيم څخه د نجف طرحې د اتو كالو لپاره د ځنډولو غوښتنه وكړه چې د اسلامی همكارۍ تنظيم له تراوسه په له دغه درخواست سره خپله موافقه نه ده اعلان كړې.
هغۀ همدارنګ د نجف په طرحه كښې كوتاهی او سستی هغو كسانو ته متوجه وبلله چې د عراق په ځای حكومت يا د كلتور او ثقافت په وزارت كښې د طرحې اختصاصی بجټ یې فضول ضائع كړے دے.
د دغه رپوټ له مخې د نجف د طرحې د ځنډولو غوښته په داسې حال كښې د اسلامی همكارۍ تنظيم ته وړاندې شوې ده چې له دې مخكښې د عراق ځينو كلتور فعالانو وويل چې دغه تنظيم تر ٢٠٢٤ كاله پورې د اسلامی نړۍ كلتوری پائېتختونه انتخاب او معرفی كړی دی.
د عراق يو رسانه ای فعال حازم الكعبی هم په دې هكله وويل: د عراق حكومت د اسلامی نړۍ د كلتوری پائېتخت په توګه د نجف اشرف د نمانځنې فرصت له لاسه وركړے دے.
1006036
captcha