د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د رپوټ له مخې د اهلبېتو عليهم السلام د مكتب پېروكار وړومبنے جاپانی عامل او په جاپانۍ ژبه د قران شريف مترجم فوجی اساوادا په اسلامی نوم سره حاجی محمد القائم صفا ((د قران شريف دجاپانی ترجمو يو رپوټ )) نومې مقاله كښې د ايتا كالو په دوران كښې په جاپانی ژبه د قران شريف د ترجمو څېړنه كړې ده هغه د دغې مقالې په دويمه برخه كښې ليكی:
په جاپانی ژبه د قران شريف څلورمه ترجمه د اوكاوا شومه ای نومې كس لخوا په كامله توګه ترسره شوې ده. دغه ترجمه د له دويم نړيوال جنګ نه پينځه كاله وروسته يعنې د ١٩٥٠ كال په فرورۍ كښې د Koranپه نامې سره په ٨٦٣ مخونو باندې د ايوانامی شوتن خپرندويه موسسې لخوا چاپ او خپور سو. په جنګ كښې د جاپان په ماتې او د قابضو ځواكونو چې د امريكې لخوا منظمولې شول په ځاے پرځاے كېدو سره اوكاوا ونيولې شو او په جېل كښې واچولې شو خو د مقدمې په وړومبۍ پېشۍ كښې يعنې د ١٩٤٦ كال د مۍ په ٣٠ نېټه هغۀ په عدالت كښې داسې غېر عادی حركتونه وكړل چې د لا زياتو تحقيقاتو لپاره یې له عدالت نه بهر بوتلو او د هغوی ټېسټونو او ازمائشونو له مخې چې د امريكائی او جاپانی ډاكټرانو لخوا ترسره شول دا ښودنه كوله چې هغه په يو دماغی بيمارۍ باندې اخته دې او بالاخره محاكمه یې په هسپتال كښې له علاج نه پس ته وځنډولې شوه چې په اخېر كښې هغه هم مسكوت پاتې شوه. اوله دې ماجرې نه پس اوكاوا په كامله توګه له خلكو څخه هېر شو خو دې حقيقت خلق ډېر حېران كړل چې هغۀ له نړيوال جنګ نه پينځه كاله پس د قران شريف ترجمه وكړه او هغه یې خپره كړه.
هغۀ كلونه كلونه د اسلام، د خداے د ګران رسول (ص) او قران په حقله ډېره مطالعه او ليكنې كړی وې او له اسلام او د اسلام له قدرمن پېغبر او قران عظيم الشان سره یې ډېره مينه لرله خو مسلمان نۀ شو او بالاخره په ١٩٥٩ كال كښې په ٧١ كلنۍ كښې له دنيا سترګې پټې كړې.
. پنځم مترجم يو جاپانی مسلمان دے چې اوكاوا هارومی نومېده او په ١٩٥٤ كښې یې قران شريف په جاپانۍ ژبه ترجمه كړ او هغه یې د پاكستان حكومت ته ډالۍ.
په دغه مقاله كښې شپږم تن مشهور جاپانی اسلام پېژاندے چې توشی هيكو ايزوتسو نوميدۀ قران شريف یې په كامله توګه په جاپانی ژبه ترجمه كړ. دغه ترجمه په ١٩٥٧ كښې د Koran په نامهپه دريو ټوكو كښې په ٩٥٢ مخونو كښې د ايوانامی شوتن خپروندويه موسسې لخوا چاپ او خپور شو. او په ١٩٦٢ كښې هم بيا چاپ شو.په ١٩٨٠ كال كښې د جاپان د مسلمانانو اسلامی انجمن د اسلامی علومو او قران د ځينو كارپېژاندو په مرستې سره يو ځل بيا د دغې ترجمې د اشتبهاتو لرې كولو نه پس هغه په نوې بڼه چاپ كړه او نن د هغې له چاپ نه د ٤٣كالو نه پس هم په ټول جاپان كښې د كتابونو له دوكانونو څخه ښۀ اسانۍ سره ترلاسه كیږی.
د دغې ترجمې اهميت او خصوصيت په دې كښې دے چې مترجم یې نامتو اسلام پېژاندے ؤ او په عربۍ ژبه یې مكمل تسلط لرو او قران شريف نېغ په نېغه له عربۍ متن څخه په جاپانۍ ژبه ترجمه شوے دے.
دۀ چې په ١٩١٤ كال كښې پېدا شوے ؤ هم د اسلام او قران او پېغبراكرم (ص) په اړه زياتې مطالعې لرلې دی او له اسلام سره یې زياته دلچسپی لرله خو تر اخېر عمر پورې مسلمان نۀ شو او څو كاله مخكښې له دنيا نه لاړ.
1014280