د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د «On Islam» د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ. د دغه پلان د اجرائی كمېټۍ مشر محمد يونس وويل: مونږ غواړو دا تصور چې جېل د مجرمانو د ساتلو ځاے دے بدل كړو او داسې ماحول جوړ كړو چې قېديان د ټولنې په ګتورو ښاريزو باندې بدل شی.
د پاكستان ((بنياد الخدمت)) اداره له هغو ادارو څخه ده چې په جېلونو كښې د قران شريف په زده كړه باندې بوخته ده په دې وروستيو وختونو كښې د كراچۍ د مركزی جېل د قېديانود يوې شل كسيزې ډلې په روزلو او ورته د قران شريف د زدكړه كښې كاميابه شوه چې د دغه ښار د جېلونو د مشر لخوا د دې كار ډېره ستائېنه وشوه او هغو قېديانو ته یې درې مياشتې چهټی وركړه.
د پاكستان جمعيت تعليم القرآن يوه بله خېريه اداره ده چې د قېديانو لپاره په جېلونو كښې د قران شريف د زدكړې دورې جوړوی.
د دغه تنظيم وياند احمد نقشبندی وويل: مونړ په ټولو پاكستان كښې په اتيا جېلونو كښې له قېديانو سره د مرستې په هدف سره د قران شريف د زدكړې دورې برابروو او اتو زرو تنو تر اوسه په دغو دورو كې خپل نومونه ليكلی دی. هغۀ زياته كړه چې دغو قېديانو ته دقران شريف له زدكړې نه علاوه فنی او هنری كارونه هم ورزده كوو چې په ټولنه په عزت او وقار سره ژوند ته دوام وركړی.
1018553