د «Islam Online»خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د فرانسې له اسلامه د ويرولو سره د مقابلې تنظيم (CCIF) دوه اونۍ مخكښې اعلان وكړ چې د فرانسې د (نانټ) ښار اټلانټيك هوائی ډګر مسلمانې ميرمنې دې ته مجبوروی چې د پردې او حجاب په لرې كولو سره هغه د خپل نور سامان سره د تلاشۍ د ايكسرے له ګیټونو تير كړی.
د هوائې ډګرونو د دغه كار نه پس مسلمانو ميرمنو غوښتنه وكړه چې د سړيو نه په يوه خالی كوټه كښې به خپل ستر او حجاب لرې كوی خو د دغې غوښتنې سره ئې مخالفت وشو او ورته اعلان وشو چې كه چيرې خپل د حجاب څادر د ايكسرے له مشينه تير نكړی نو يا خو به له خپل پروازه پاتې كیږی او يا به پوليس ته خبر وركول كیږی.
د نانټ ښار د اټلانټك هوائی اډې امنيتی برخه د خپل كړچار په دفاع كښې ادعا كوی چې كيدې شی د حجاب د برقعې يا څادر لاندې كوم خطرناك څيزونه پټ كړې شوی وی.
دغې له سپكاوی ډكې ادعا د فرانسې د مسلمانانو قهر راپارولے دے. 1042066