د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د عراق چاپ الرافدين د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، په كربلا كښې د ايت االله العظمی سيد علی سيستانی نمائنده عبدالمهدی كربلای د دغه ښار د جُمعې دنمانځه په خطبو كښې وويل: په برما كښې د مسلمانو خلقو غېر انسانی ډله ايزه وژله په داسې حال كښې ترسره كیږی چې د دغه جنايت په غبرګون كښې د اسلامی ټولنې، نړيوالې ټولنې او انسانی تنظيمونو لخوا څه خاص دریځ نۀ ليدل كیږی.
هغۀ د دې په بيانولو سره چې د روهنګيا د سيمې مسلمانانو يوازې په دې دليل چې مسلمانان دی قتل عام كیږی له اسلامی هېوادونو او تنظيمو څخه وغوښتل چې د دغه جنايت په وړاندې دې يو جدی دریځ غوره كړی.
په همدې لړ كښې د نجف اشرف ښار د جُمعې خطيب حجت الاسلام والسلمين سيد صدرالدين قيانچی هم د دغه ښار په فاطميه امباړه كښې تاكيدوكړ: د ښځو، ماشومانو اوسړيو حلالول، په اور كښې سوزول او قتل عام كول د نړۍ د سترو قوتونو په مشرۍ د اسلام په خلاف يو پلان شوے او فكر كړې شوے جنګ دے.
هغۀ په دوام كښې وويل: په برما كښې بودايانو د مسلمانانو د قتل عام او په اور كښې د سوزولو شين څراغ ښودلے دے او دا په داسې حال كښې دی چې مسلمانان په ډېرو سختوحالاتو كښې ژوند تېروی.
1063812