د جمهوری رياست د ښځو د چارو د مركز د غږملتيا او بين المللی چارو مرستيالې سوسن صفاوردی د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) سره په خبرو كښې په بين المللی برخه كښې د ښځو د چارو د مركز د كړچار په انځورولو لاس پورې كړ او وئې وئيل: په بين المللی برخه كښې دا اعتقاد لرو چې كله لاره وښايو، نو كسان پخپله حقيقت مومی او متوجه كیږی چې پكار دی څه وكړی. په دې وجه زمونږ سياست د وحی په سرچينې باندې په استناد سره د ولی امر له ترسيم څخه سرچينه په سرچينه اخستلو سره د ښځو او كورنۍ د موضوع په اساس دے. له دې امله مونږ لاره انځوروو او په لاره كښې يوشمير مثالونه او سيبولونه مطرح كوو.
دوی څرګنده كړه: د خلكو سره د ارتباط او فكر له امله كله چې هغوی ته لاره او سيمبول انځوریږی، نو بې لدې چې نيغ په نيغه ورباندې خبرې وشی، يوه موده پس خلك پخپله ستر او حجاب ته مخه كوی پرته لدې چې چا په مستقيمه توګه د هغوی سره د حجاب او پردې په اړه خبرې كړې وی.
1068047