IQNA

په سكولونو كښې د پردې په ممنوعيت باندې د فلپائن د مسلمانانو احتجاج

21:40 - August 11, 2012
د خبر لمبر: 2390426
اجتماعی ډله: د فلپائن مسلمانانو د دغه هېواد په جنوب كښې د مېنډاناو جزيرې په سكولوته د سترناكو جينكو د داخلېدو او پردې په ممنوعيت باندې احتجاج وكړ.
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اېشيا د ختیځ او جنوب ختیځ د څانګې د رپوټ له مخې د دغه هېواد مسلمانانو وړمه ورځ د زمری د مياشتې هپ ١٩ نېټه كېتوليك سكولونو ته د سترناكو جينكو له داخلېدو څخه د مخنيوی په حقله د فلپائن د جنوب د سكولونو له اعلانه وروسته احتجاج وكړ.
دغه سكولونه چې د كېتولېك دين په بنياد چلیږی د دغو سكولونو د مسئولانو په اعتقاد د زدكړو دغه مركزونه پكار دی د كېتولك دين په بنياد وچلیږی او د نورو دينونو قوانين لغو شی.
په دې لړ كښې د سيمې مسلمانانو د دغې سيمې ګورنر ته د يو خط په لېږلو سره زر ترزره د دغه قانون د لغو كېدو او په سكولونو كښې د نورو دينونو د حقوقو د خيال ساتنې غوښتنه وكړه.
1074775
captcha