د تهران ښار د اسلامی كلتوری شورا د كميشن مشر مرتضی طلايی د قرآن كريم په شلم بين المللی نندارتون كښې د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) له غرفې څخه د كتنې په ترڅ كښې د دغه خبری آژانس سره په خبرو كښې هيله وښودله چې دغه رسنۍ هره ورځ په زياته اندازه وكړې شی خپل موقعيت هم په ټولنه كښې او هم په نورو مسلمانو هيوادونو او په ټوله دنيا كښې د قرآن د اطلاع رسونې د يوې مرجع او د قرآنی فرهنګ او كلتور په لور د عمومی افكارو د لارښوونې په لړ كښې د يوې مرجع او سرچينې په توګه كاميابه شی.
دوی په دوام كښې ووئيل: دې ټكی ته په پام سره چې د ايكنا د خبری آژانس اصلی كار خبری بحثونه دی، خو په محتوا كښې هم كوې شی داشان فعاليت وكړی چې د قرآن په لور عمومی افكار هدايت كړی او كامياب شی.
دوی ووئيل: دغه فعاليتونه پكار دی داسې وی چې كۀ يو غير مسلمان كس هم د ايكنا خبرونه ولولی نو د هغۀ لپاره داشان انګيزه او جاذبه رامينځته كړی چې دغې موضوع ته د رسيدو په لور ګام پورته كړی. 1076214