IQNA

د تركیې د وزيراعظم د مرستيال او د دولت د وياندوی په څرګندونو باندې د مهمانپرست نيوكه

12:54 - August 14, 2012
د خبر لمبر: 2392784
سياسی ډله: د ايران د بهرنيو چارو د وزارت وياندوی د تركیې د وزيراعظم د مرستيال او د دغه هيواد د دولت د وياندوی په ادعاو باندې په نيوكې سره ټينګار وكړ: د ايران اسلامی جمهوريت په تيرو دريو لسيزو كښې د سيمې د مظلومانو ملاتړے وو چې د هغې څرګنده نښه د فلسطين له مظلوم ولس څخه د ايران حمايت دے او دغه كار ښودنه كوی چې مونږ خپل سياستونه د مذهبی نظره نه دی تعريف كړی.
د بهرنيو چارو د وزارت د مطبوعاتو او اطلاعاتو د لوئې ادارې له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د ايران د خارجه وزارت وياندوی رامين مهمانپرست د تركیې د وزيراعظم او وزيراعظم د مرستيال په ادعاؤ باندې په نيوكې سره ټينګار وكړ: د ايران اسلامی جمهوريت په تيرو دريو لسيزو كښې د سيمې د مظلومانو ملاتړے وو چې د هغې څرګنده نښه د فلسطين له مظلوم ولس څخه د ايران حمايت دے او دغه كار ښودنه كوی چې مونږ خپل سياستونه د مذهبی نظره نه دی تعريف كړی او د خپل دغه اصولی سياست د ساتلو لپاره مو ډير لګښت او تاوان وركړے دے چې د ايران پرخلاف د نړيوال استكبار اوسنې دباؤ د هغو يوه څرګنده نمونه ده.
مهمان پرست ووئيل: كۀ څۀ هم د سورئې په هكله د خپل مسلمان ګاونډی تركیې سره د نظر اختلاف لرو خو نه دی پكار چې د نظر دغه اختلاف د تفرقه اچونكو سياسی دریځونو د بيانولو سبب شی.
مهمانپرست په پائې كښې څرګنده كړه: د ايران اسلامی جمهوريت او تركيه پكار دی د سيمې د دوو توانمنو هيوادونو په توګه پكار دی له دغه تفرقه اچونكی دام څخه چې امريكائی او صهيونسټی فتنه ده، د سيمې د خوندی ساتلو لپاره له خپلو ټولو توانمنيو او وړتياو نه كار واخلی او په لازياتو سلامشورو سره دې د خپل موقعيت وړ دندې باندې عمل وكړی.
1077598

captcha