IQNA

احمدی نژاد: سلطه ګرو سره د مقابلې لپاره د سيمې د ملتونو وحدت د وخت اساسی ضرورت دی

15:51 - August 16, 2012
د خبر لمبر: 2394426
سياسی ډله: د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر محمود احمدی نژاد پرون دعربستان په مكې شريفې كې د اسلامی ملګرتيا د موسسې په بیړنۍ سرمشريزې كې په دې خبرې په ټينګار سره چې د سيمې هيوادونه پخپله بايد اختلافات او مسئلې حل كړی
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر محمود احمدی نژاد وويل د استكباری قدرتونه زموږ اختلافات نه شی حل كولی او بايد د سيمې ملتونو ته د آزادۍ او عدالت درس ورنه كړی، ځكه هغوی پخپله د بې عدالتۍ او ديكتاتورۍ سرچينې دی او پخپلو ملتونو هم رحم نه كوی.
ډاكټر احمدی نژاد روښانه كړه استكباری حكومتونه د خپلو چارو په اداره كولو كې پاتې راغلی دی اوپربشری ټولنې ئې درانهّ تاوانونه تپلی دی او سيمې هيوادونه بايد اجازه ورنه كړی چې دوی دشعار په بدلولو اودديموكراسۍ اوآزادۍ په نامې سره خپلې استعماری موخې پوره كړی.
د اسلامی ايران ولسمشر وويل ، هغه كسان چې دامريكا دحكومت داستكباری سياستونو كې ئې دبدلون او چينج په شعار سره واك ته رسيدلی دی ،دهغه حكومت دسپيرهّ اوسلطه غواړی چلند داصلاح او همداراز دامريكا دخلكو حقه غوښتنودتامينولو ،دملتونواو حكومتونوته داحترام په سترګه دكتلو په ځای ئې اوس د بدلون له شعاره خپله اصلی موخه په مينځنی ختیځ كې بدلونونه اعلان كوی.
د اسلامی ايران ولسمشر ټينګار وكړ دسلطې نظام زياتره په امريكا اوډيرو اروپائی او غير اروپائی هيوادونوكې دقدرت ،رسنئ اواقتصادی اصلی مركزونه په اختيار كې لری اوپر تولې دنيا په سلطې پسې دی او دسيمې پر شتمنيو سلطه پرنړۍ د سلطې لازمه ګڼی.
ډاكټر احمدی نژاد همداراز دسيمې دهيوادونو ترمنیځ دتاؤتريخوالو په زياتيدا دخواشينۍ په څرګندولو سره وويل دښمن دسيمې دملتونو په ضد پخپلو ځينی پلانونو كې بريالی شوی دی ځكه ځينی هيوادونه ددښمنانوپه لومې كې ښكيل شوی دی هغه ددې خبرې په كولو سره چې صهونيسټ رژيم په سيمې كې يو ه سرطانی دانه ده روښانه كړه ،دسيمې دهيوادونو ټوله مشكلات دصهونيسټ رژيم وجود دی چې دامريكا په بشپړ ملاتړونوسره دفلسطين دملت او دسيمې دهيوادونو په ضد جنايتونه كوی.
د اسلامی ايران ولسمشر همداراز په مسلمانانو كې دقدس دنړيوالې ورځې دپرتمينو دستورو په ترسره كولو هم ټينګار وكړ ډاكټر احمدی نژاد دې خبرې ته په اشارې سره چې داسلامی ملګرتيا موسيسې دغړوهيوادونو بیړنۍ سرمشريزه په مكې شريفې كې دسيمې په حساس وضيعيت كې ترسره شوه وويل ،دسيمې اوسنی دبدلونونومديريت بايد دپرديو له لاسوهنې پرته ترسره شی كه داسې نه وی ،نودسيمې ملتونه به ډير زيات تاوانونه وزغمی.
د ويلو ده چې د تيونس ولسمشر هم احمدی نژاد سره وكتل.
1079783
captcha