د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د ناپيئلتوب د غورځنګ د شپاړسمې غونډې د بهرنيو چارو د وزيرانو ناسته نن سهار د ايران د قومی ترانې او د كلام الله مجيد په تلاوت سره پيل شوه.
د برنامې په پيل كښې ټاكل شوې ده چې د مصر د بهرنيو چارو وزير چې د ناپيئلو د غورځنګ اوسنۍ مشری په غاړه لری، په يولړ ويناؤ كښې د دغه غورځنګ مشری د ايران د اسلامی جمهوريت د بهرنيو چارو وزير علی اكبرصالحی ته وسپاری.
د دغو مراسمو په دوام كښې به د شپاړسمې غونډې د بهرنيو چارو د وزيرانو د ناستې د مشر له غوره كيدو نه پس د خارجه وزيرانو د مقدماتی ناستې عمومی غونډه پيل شی. د ګډ نړيوال مشاركت په سيوری كښې د پايدارې سولې په هكله بحث به هم د دغې غونډې له نورو برنامو څخه وی. 1087022