IQNA

حزب الله په لبنان كښې د سيلانيانو د كميدو عامل دے، په القاعدې پورې د پيئلې ترهګرې ډلې دروغ ادعا

21:00 - September 01, 2012
د خبر لمبر: 2402801
بين المللی ډله: په القاعدې پورې پيئلې ((د عبدالله عزام ګنډكونه)) په نامه لبنانی ډلې په يو پيغام كښې چې د لبنان ((الاخبار)) ورځپاڼې خپور كړ، دعوه وكړه چې د لبنان حزب الله په دغه هيواد كښې د ټورسټانو او سيلانيانو د كميدو سبب دے.
د «geotribune»خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: په القاعده نیټ ورك پورې پيئلې ترهګرې ډلې چې اسلامی هيوادونو ته د غيرمسلمانانو ورتګ او سياحت د فساد د ترويجيدو سبب بولی، دا ځل په يو غولونكی اقدام كښې ناڅاپه په لبنان كښې د ټورازم او سياحت حاميانې شولې.
دغې تندلارې ډلې د ((لبنان شيعيانو ته يو پيغام)) په عنوان سره د يو مطلب په خپرولو سره له شيعه مسلمانانو نه وغوښتل چې له حزب الله نه بيل او ليرې شی كوم چې د دغې ډلې په وينا په لبنان كښې د ټورازم او سياحت د صنعت د ختميدو سبب شوے دے.
په دغه پيغام كښې چې د شام په ټاټوبی كښې د القاعدې د سعودی النسله مشر ماجد الماجد لخوا ليكل شوے دے، لولو: د سياحت او ټورازم صنعت د لبنان د اقتصاد يو مهم ركن دے او په هيواد كښې د حزب الله په نامه د يوې ډلې شتون د دغه صنعت لپاره يو ستر ګواښ ګڼل كیږی.
دا په داسې حال كښې دی چې د لبنان د ساحت وزير تيره مياشت اعلان كړے وو چې په سوريه كښې د بحران او په ځينو شمالی ښارونو كښې د نښتو باوجود د هغو سيلانيانو شمير چې سږكال لبنان ته داخل شوی دی د تير كال په پرتله ٢٢فيصده زياتوالے لرلے او د عزام د كنډكونو د مشر پيغام له دې نه زيات چې اقتصادی وی، پروګينډه ده. 1088801

captcha